انصار: ( دکب 23مه)، په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالله نظاماني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا محمد شیرین آخند سره کتلي.
د یاد ولایت د مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، په دې کتنه کې د کندهار والي نوموړي ته په پاکستان کې د ټاکنو ترسره کېدو او د نوي حکومت د رامنځته کېدو په هدف مبارکي وویله
هغه هیله څرګنده کړه چې د پاکستان نوی حکومت به د دواړو هېوادونو ترمنځ چې اسلامي او ګاونډي هېوادونه دي د غوره پالیسیو په پلي کولو سره ښې اړیکي وپالي.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالله نظاماني وویل چې دی به د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره شریکې کړې.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر پاکستاني چارواکي او مشران کندهار ته تللي وو او هلته یې له یو شمېر چاواکو سره لیدلي وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30568